هرات: په بمي چاودنه کې ١٦ تنه ووژل شول

د افغانستان په لویدیځ کي نن په سړک کي د یوه ښخ شوي ماین په چاودنې کي د ۱۱ کوچنیانو په ګډون ۱۶ کسان ووژل شول.

د هرات د والي ویاند محي الدین نورې وایي، پیښه د غرمي د یوې بجی په شاوخوا کي هغه مهال وشوه چي د واده له مراسمو څخه یو راستون شوی بس، په شینډنډ ولسوالۍ کي په سړک کي په ښخ شوي ماین وخوت. نوري وایي، په وژل شویو کي څلورو ښځې هم شاملې دي.

د هرات د پولیسو ویاند نورخان نیکزاد د پیښې پړه په طالبانو واچوله او وایي، چاودنه په هغې سیمې کي شوي چي طالبان پکي فعال دي. طالبانو د پیښې په اړه څه ندي ویلي.