د مشرانو جرګې د مشر ورور له بمي چاودنې روغ پاتې شو

د افغانستان د مشرانو جرګې د ريس ورور حاجي محمد يونس نن له يوې بمي چاودنې روغ ووت،
د ننګرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزي د جمعې په مازيګر ازاد‌ۍ راديو ته وويل نوموړى له چپرهار ولسوالى نه د بهسودو اخندزاده صاحب جومات پر لوري روان و، چې د موټرو پر کاروان يې چاودنه وشوه دوه تنه ساتونکي يې ټپيان او دوه موټرونه يې زيانمن شول خو په خپله روغ رمټ راووت.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى د والي وياند وايي پوليس د پيښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.