احمدي نژاد د سپټمبر د ١١مې پېښه پر افغانستان د يرغل پلمه وګڼله

د امریکا او څو لویدیځو هېوادو هیئتونه پرون هغه مهال چې د ایران ولسمشر محموداحمدي نژاد په خپله وینا کې پر امریکا او لویدیځ انتقادونه وکړل د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ له غونډې ووتل. احمدي نژاد د سپټمبر د یوولسمې بریدونه هغه مشکوکه پېښه وبلله چې امریکا پر افغانستان او عراق د حملې لپاره د یوې پلمې په توګه کار ترې واخیست:

(کومو کسانو چې د سپټمبر د یوولسمې د مشکوکې پېښې په پلمه او په حقیقت کې پر منځني ختیځ او د هغه پر تېلو د ولکې لپاره افغانستان او عراق اشغال کړل، چې ملیونونه کسان یې مړه، ټپي او آواره کړل.)

د ایران ولسمشر چې پخوا یې د اسراییلو د له منځه تلو غوښتنه کړې وه، په خپله وینا کې په دويمه نړیواله جګړه کې د یهودانو ګڼه وژنه یهودانو ته د جریمې او باج ورکولو لپاره جوړه شوې پلمه وبلله.

د احمدي نژاد نیم ساعته وینا نیمايي ته رسېدلې وه چې د امریکايي هیئت غړي له ځایونو پاڅېدل او د څه باندې لسو لویدیځو هېوادونو هیئتونه هم ورپسې له غونډې ووتل. یوه فرانسوي ډيپلوماټ په لوړ آواز وویل چې دا خبرې د منلو وړ نه دي.

سپینې ماڼۍ د ایران د ولسمشر څرګندونې رد کړې او پر تهران یې تور ولګاوه چې په شرموونکي ډول له خپلو اتباعو سره ناوړه چلند کوي. د ولسمشر بارک اوباما ویاند جې کارني خبریالانو ته وویل، ما دا اټکل کړی و چې د ایران ولسمشر به دا انتقادونه وکړي. په داسې حال کې چې احمدي نژاد وینا کوله د ملګروملتو له عمومي اسمبلۍ بهر له زرو زیات کسان د ایران د حکومت پرضد د اعتراض لپاره راټول شوي وو.