مولن: حقاني شبکه د ISI حقيقي څانګه ده

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي چې حقاني شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې یوه حقیقي څانګه ده او پر کابل د تېرې اونۍ په برید کې یې د دې ډلې ملاتړ کړی.

اميرالبحر مایک مولن په صراحت سره وویل، د روانې سپټمبر میاشتې پر لسمه په وردګو ولایت کې په یوه لارۍ کې سخته چاودنه چې پنځه افغانان یې ووژل او 77 امریکايي سرتېري یې ټپیان کړل او په کابل کې د امریکا پر سفارت د وږي د 22 مې نېټې برید حقاني شبکې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې ISI په مرسته پلان کړی و.

مولن پر ISI دا تور پرون د امریکا د سنا د پوځي خدماتو په کمیټه کې د څرګندونو پرمهال ولګاوه او زیاته یې کړه چې د پاکستاني پوځ دې پالیسۍ د پاکستان حیثیت او اعتبار ته سخت زیان اړولی. خو مولين بيا هم وويل له پاکستان سره د امريکا همکاري ښه روانه ده:

”پوځي همکاري بيا زياته شوې ده، د پولې په اوږدو کې زموږ ترمنځ د معلوماتو تبادله ګړندۍ شوې ده او د شفافيت راستنېدل ورو دي“