ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم سبا په کابل کې ترسره شي.
د افغانستان امنیتي چارواکي وایي د سې شنبې په ماښام د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني کور ته د سولې په پلمه یو تن ورغی او هغه ته له نږدې کیدو سره یې ځان والوزاوه او په دې ډول یې برهان الدین رباني وواژه.
ولسمشر کرزي نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې د استاد رباني وژنه یو ناځوانه عمل وباله.
ښاغلي کرزي وویل مخکې تر دې چې استاد رباني ووژل شي د طالبانو یو استازي دوی ته یو غږیز پیغام استولی وو.
وسله والو طالبانو په خپرې کړې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی د رباني د وژلو د پیښې په اړه څه نه وایي.