د ليبيا انتقالي شورا وايي سبا ښار يې نيولى

د لیبیا د انتقالي حکومت ځواکونو نن وویل چې دوی د سبا د بیدیایي ښار ټولې سیمې لاندې کړې دي خو لاهم ځای ځای یو نیم کس خلک تروروي.

دا د قذافي د ځواکونو یو کلک مرکز و. د پوځ ویاند احمد باني په طرابلس کې خبریالانوته وویل، انتقالي اداره د هغو رپوټونو څیړنه کوي چې وایي، قذافي له سبا ښاره تښتېدلی دی خو دا رپوټونه دوی په خپله نه تاییدوي.