ايران دوه امريکايي اتباع په ضمانت خوشې شول

د ایران دولتی خبری رسنۍ وایي، هغه دوه تنه امریکایان چي په ایران کي د جاسوسۍ په تور بندیان او په اتو کلونو بند محکوم شوي شوي وو، د ضمانت په بدل کي نن خوشي شول.

د ایران دولتي پریس تلویزیون وویل، د تهران د ایستناف یوې محکمې ۲۸ کلن شان باور او ۲۹ کلن جاش فتال هر یو د پنځو لکو امریکایي ډالرو ضمانت په بدل کی خوشي کړل.

دا دوه امریکایي غره ختونکي په ۲۰۰۹ کال هغه مهال نیول شوي وو چي د عراق له شمال څخه په غلطۍ کي د ایران خاورې ته داخل شوي وو.

په سېمې کی یوه امریکایي ډپلومات چي نوم یی ندی په ډاګه کړی، آزادي راډیو سره په خبرو کی ددغو دوو امریکایانو خوشي کیدل تائید کړل .

ټاکل شوی وه چي باور او فتال په تهران کي د سویس چارواکو ته چي په ایران کي د امریکا د ګټو استازیتوب کوي، وسپارل شي.