دولتي ځواکونو وانټ وايګل ولسوالي ونيوله

د نورستان والي وايي، افغان او نړیوالو ځواکونو ددې ولایت د وانټ وایګل ولسوالي بیرته له وسله والو طالبانو څخه ونیوله.

تمیم نورستاني آزادي راډیو ته وویل، د ملي پوځ او ایتلافي ځواکونو عسکر تیره شپه د هوا له لارې وانټ وایګل ولسوالۍ ته داخل شول او دا ولسوالي یې ونیوله.

د نورستاني په وینا، ددې ولسوالۍ د نیولو په عملیاتو کې اتلس تنه وسله وال وژل شوي خو افغان او نړیوالو ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

وانټ وایګل ولسوالي د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په کنترول کې وه.