د قذافي پر دوو سنګرونو سختې جګړې شوي

د لیبیا د موقت حکومت وسله والو نن د معمر القذافي د وروستيو دوو سنګرونو د نیولو په مقصد سختې نښتې وکړې.

د موقت حکومت ځواکونه وایي، له څو خواوو نه، د طرابلس د جنوب ختیځ په ۱۸۰ کیلومترۍ کي د بن ولید ښار پر لوري روان دي او نوروځواکونو یي د قذافي په پلرنې ټاټوبي سرت کي د قذافی له سر سختو ملاتړو سره جګړې کړیدي.

په عین حال کي د ترکیې صدراعظم رجب طیب ارودغان عربي هیوادونو ته د سفر په لړ کي نن طرابلس ته ورسید. اردوغان مصر او تونس ته هم تللی و.

د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سارکوزي او د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون هم پرون لیبیا ته په ګډ سفر تللي وو.