پاکستان: ځانمرګي ٣٠ تنه ووژل

یو ځانوژونکي پرون په خیبر پښتونخوا کې لږترلږه دېرش تنه هغه مهال ووژل چې ځان یې د جنازې په مراسمو کې والوځاوه.

په دې حمله کې، چې د افغانستان پولې ته نژدې په کوز دیر کې وشوه، تر اویا تنو زیات نور ژوبل شول.

چاودنه د یوه سیمه ییز قومي مشر د جنازې په مراسمو کې وشوه. ویل کېږي چې دغه قومي مشر د طالبانو مخالف و.

د پاکستان د شمال لوېدیځ د ډېرو نورو برخو په شان په کوز دیر کې هم د وسله والو سخت دریځو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر له پسې نښتې کېږي.

طالبان عموماً هغه قومي مشران وژني چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.