د سویس USB بانک وايي، د بانک د یوه مامور له هغې غیرقانوني معاملې څخه یې پرده پورته کړې چې له مخې یې دې بانک ته نژدې دوه میلیارده ډالره زیان اوښتی.
USB چې مرکز یې په زوریخ ښار کې دی، همداراز ویلي دي چې د دې معاملې زیان به د روان میلادي کال په دریمه ربع کې راڅرګند شي. مسوولو چارواکو داهم ویلي چې دا پېښه به دبانک پر مشترکینو کوم اغیز ونکړي خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
له دې اعلان وروسته د سویس د دې ستر بانک د اسهامو ارزښت په سلو کې اوه راولوېد.
په همدې ارتباط د برتانیې پولیسو نن وویل چې د USB بانک په یاده شوې معامله کې د درغلۍ په تور یې په لندن کې د کویکو- اډوبولي په نوم یو، یودېرش کلن ځوان نیولی دی.