د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار د عبدالحق په څلور لارې کې د څو تنو وسله والو طالبانو په ډله اېزې حملې کې اته کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، په وژل شویو کې څلور پولس او څلور ملکي کسان دي او په ټپیانو کې ۹ پولیس او اته ملکي کسان شامل دي.
دغه وزارت نن د هغو شپږو وسله والو برید کوونکو جسدونه هم خبریالانو ته وښودل چې په دې حملې کې یې برخه اخیستې وه او له امنیتي ځواکونو سره له شاوخوا شل ساعته مقاومت وروسته ووژل شول.
له بلې خوا، په کابل کې د ایساف ځواکونو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، ددې حملې په جریان کې د دوي په مرکزي قومندانۍ هم د درنو او سپکو وسلو ډزې شوې او شپږ عسکر یې ټپیان شوي دي.
په عین حال کې امریکايي چارواکو ویلي ، په کابل کې د امریکا په سفارت د توغندي یوه مرمۍ لګیدلې او څلور افغانان یې ټپيان کړي دي.
ددې حملې مسئولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی او وایي، افغان او بهرنیو ځواکونو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.