په امريکا کې د سپټمبر د ١١مې د لسمې کليزې مراسم روان دي

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال د سیپتمبر د یوولسمي نېټې د لسمي کلیزي د لمانځلو مراسم روان دي.

په دې لړ کې ولسمشر باراک اوباما هغې سیمې ته لاړ چې د نړیوال سوداګریز مرکز دوه اسمانڅکې ودانۍ پرې ولاړې وي.

جمهور ریس اوباما له خپلې میرمنې د پخواني ولسمشر جورج بوش او د هغه له میرمنې سره یو ځای دغه ځاى له نژدې وکوت.

ولسمشر اوباما هغه ډبره باندې چې د نړیوال سوداګریز مرکز په دوو ودانیو باندې برید کې د وژل شويو کسانو نومونه پري لیکل شوي لاس تېر کړ.

د دغو تروریستي حملو د یو شمیر قربانیاینو له کورنیو او عزیزانو سره يې خبرې وکړې.

دغلته په مراسمو کې د هغو کسانو نومونه په لوړ غږ ولوستل شول، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمي په حملو کې وژل شوي وو.

ولسمشر اوباما به په واشنګټن او پنسلوانیا کې هم هغو سیمو ته لاړ شي چې د مسافر وړونکو الوتکو په واسطه پرې حملې شوې وې.