د ليبيا ياغيان د قذافي د پلويانو بلې سيمې ته ننوتل

د لیبیا د انتقالي حکومت وسله وال د پخواني مشر معمر القذافي د پلویانو یوه وروستي ترلاس لاندې ښار ته ورننوتل.

د لیبیا د ملي انتقالي شورا یوه مسوول عبدالله کانشیل وویل، د قذافي ځواکونه د بني ولید ښار په شمال او ختیځ کې دي. دا ښار له مرکز طرابلس څخه نژدې یو سل او پنځوس کیلومتره لرې دی.

بني ولید، سبحه او سرت ښارونه لاهم د قذافي له پلویانو سره دي. د بني ولید او سرت ښارونو ته تیره شنبې ملي انتقالي شورا وروستی مهلت ورکړی و چې په خپله تسلیم شي خو دا کار ونه شو.