امریکا له خپلو متحدانو اسراییل او ترکيې څخه غوښتنه وکړه چې خپلمنځي خوابدي لري کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، دواړه خواوې باید له زغمه کار واخلي او داسې څه و نه کړي چې دې مخالفت ته لمن ورسره ووهل شي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولانډ وویل، دا پیغام د اسراییل او ترکې چارواکو ته استول شوی دی.
د ترکې او اسراییل تر منځ اړیکي وروسته تر دې خړ پړ شوې چې تیرکال غزې ته د ترکې د مرستې پر یوې بیړۍ اسراییلي ځواکونو برید وکړ او نهه ترکان پکې ووژل شول.
پرون ترکې وویل، دا ځل که یې غزې ته مرسته رسوله نو ورسره به جنګي کشتۍ واستوي.