د قرغزستان د انتخاباتو مرکزي کمیسیون نن وویل، د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو شمېر بېخي راکم شوی دی.
تر اوسه ۶۵ کسان غواړي چې ځانونه کاندید کړي خو کمیسیون وایي، یوازې ۲۲ کسانو یې وکړاى شول چې د کاندیدۍ لپاره لس زره سومه یا۲۲۰۰ امریکایي ډالره ورکړي.
د جمهوری ریاست لپاره هر کاندید باید د دېرشو زرو کسانو لاسلیکونه هم تر لاسه کړي او تر اوسه یوازې اته تنه کاندیدان پدغه کار بریالي شوي دي.
په قرغزستان کې به د اکتوبر پر دېرشمه د جمهوري ریاست انتخابات وشي او دا د ۲۰۱۰ کال د اپریل میاشتې راهیسې یعنى د جمهور رئیس قرمانبیک باقییف د لیرې کېدو له وخت راهیسې لومړني انتخابات وي.