د ایران دولتي تلویزیون نن وویل د ایران سپاه پاسدان انقلاب ځواکونو له عراق سره په پولو کې د نویو حملو په لړ کې پژاک ګوند دوه ویشت یاغیان وژلي دي .
د ګارد د عملیاتو یوه چارواکي ډګرمن حمید حمیدي وویل د جمعي په ورځ دا پیل شوی حملې به تر هغه ادامه ولري چې د انقلاب ضد ټول یاغیان او ترهګر لري شوی نه وي . دا راپور مستقلو منابعو نه دی تایید کړی .
د ایران خبري رسنیو د شنبي په ورځ وویل چې د حملو په لومړي ورځ د انقلابي ګارد دوه تنه ووژل شول . د پژاک یا د کردانو د ازاد ژوند ګوند یاغیان په وروستیو کلونو کې د ایران له ځواکونو سره جګړې کړې دي.
د جولاي په میاشت کې ایران د یاغیانو پرضد یوه لویه حمله وکړه او د څو اوونیو لپاره یې پر سرحدي سیمو د توپونو ډزې وکړي . د کردانو د ازاد ژوند ګوند د ترکیې د کردانو د کارګر ګوند پې کې کې څخه انشعاب کړی.
پر پې کې کې هم په وروستیو اونیو کې د ترکیې د هوايي ځواکونو له خوا بمبار شوی وو .