احمدي نژاد د برېښناکوټ پروژه پرانيستله

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد په تاجکستان کې د یوه برېښنا کوټ د پرانیستلو پر مهال پر لویدیځو قدرتونو سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل چې د اسیایي او افریقايي هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

احمدی نژاد دا خبرې له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره د سنګ توده د اوبو د برېښنا د برېښناکوټ د پرانیستلو د مراسمو په ترڅ کې وکړې.

ایران چې د دې برېښناکوټ په جوړولو کې د یوسلو اتیا ملیونه ډالرو پیسو په ورکولو برخه اخیستې ده، د راتلونکو دوولسو کلونو لپاره به دا برېښنا کوټ کاروي او بیا تر هغه وروسته به د برېښنا کوټ اداره تاجکستان په غاړه واخلي، چې شاوخوا څلویښت ملیونه ډالره یې ورکړې دي.

دا برېښنا کوټ د وخش په سيند باندې جوړ شوی چې د پایتخت دوشنبي په یو نیم سل کیلومترۍ کې موقعیت لري او تمه کیږي چې ورسره به د تاجکستان د برېښنا د کموالي ستونزه حل شي .