اګست میاشت چې نن یې وروستۍ ورځ ده، په افغانستان کې دېره امريکايي پوځيانو ته تر ټولو خونړۍ میاشت وه. په دې میاشت کې شپږ شپېته امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي چې د تیرو لسو کلونو په موده کې تر بلې هرې میاشتې د دوى تلفات زيات وو.
د اسوشیتېډ پرېس د راپور له مخې تر دې دمخه د دوه زره لسم میلادي کال په جولاى میاشت کې ډیر امريکايي عسکر وژل شوي وو، چې شمېر يې ٦٥ ته رسېده. دې ځواکونو ته ډېر تلفات هغه وخت واوښتل چې په میدان وردګ کې د دوى چینوک الوتکې سقوط وکړ . په دې الوتکه کې دیرش امریکایان ووژل شول .
اژانس لیکي، سره له دې چې د افغانستان په جنوب او نورو سیمو کې د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره عملیات شوي، خو بیا هم په ډېرو سمیو کې شخړې زیاتې شوې دي.