په سوريه کې نورې مظاهرې وشوې

په سوريه کې پرون د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د نورو مظاهرو رپوټ ورکړل شوی .

د سوریې فعالان وايي امنیتي ځواکونو د جنوبي درعا او مرکزي ښار حمص په شمول په ځینو سیمو کې د هغو مظاهره چیانو د خورولو لپاره ډزې وکړې چې د اختر د لمانځه له اداکولو وروسته یې مظاهرې وکړې، چې اووه تنه يې ووژل. په دې کې څلور تنه په جنوبي ولايت درعا او درې په مرکزي ولايت حمص کې ووژل شول.

په همدې حال کې د متحد ایالاتو د خزانې وزارت د سوریې د بهرنیو چارو پر وزیر او دوو نورو لوړ رتبه چارواکو بندیزونه ولګول .

دغه بنديزونه د بهرنيو چارو پر وزير وليد معلم، د ولسمشر لويې سلاکارې بثينه شعبان او د لبنان لپاره د سوريې پر سفير علي عبدالکريم علي

د یوه اټکل له مخې له کله چې د اسد د رژیم ضد پاڅون پیل شوی، له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان د حکومت د ځپونکو اقداماتو په نتیجه کې وژل شوي دي.