په سوريه کې د مخالفانو ځپل دوام لري

په سوريه کې د مخالفانو پر ملاتړو فشارونه دوام لري. ځايي اوسېدونکي وايي امنيتي ځواکونو د ټانکونو په ملتيا تېره شپه د حما ښار په دوو ولسواليو کې پر کورونو حملې وکړې.

يوه ځايي فعال رويټرز اژانس ته ويلي، د ډزو ږغونه هم اورېدل کېدل. بل تن ويلي، په ماشينګڼو او نورو وسايلو ډک لاري موټرونه او په عسکرو ډک بس موټرونه د ښار د شمال په دخولي لار کې سره غونډ شوي.

د سوريې چارواکي وايي په دې مياشت کې پوځ له حما ښار څخه د ډيموکراسۍ پلوه مظاهره چيانو د کرارولو لپاره تر لس ورځني بريد وروسته وايستل شو. دغه ښار د پلازمېنې دمشق د شمال په ٢٠٠ کيلومترۍ کې پروت دى.