پاکستاني چارواکي وایي، په سلونو وسله وال نن له افغانستان څخه پآکستان ته واوښتل او ددي هیواد په شمال لویدیځ کي یي په امنیتي پوستو حملې وکړې. پدي حملو کي ۲۶ تنه سرحدي ملیشه او پولیس وژل شویدي.
پاکستاني چارواکي وایي، د څلورو او پنځه سویو تر منځ وسله والو د چترال د اراندو سیمی په شپږوپوستو چي له نورستان ولایت سره د ګډې پولې په اوږدو کي پرتې دي، حملې کړیدي.
د چترال د سرحدي ځواکونو قوماندان هارون رشید وایي، حکومتي ځواکونو په متقابلو ډزو کي ۱۲ تنه وسله وال وژلې دي.
پدي وروستیو کي د پاکستان په خاورې کي د وسله والو د حملو له وجي د پاکستان او افغانستان تر منځ تاوتریخوالی زیات شویدی.