سوريه بيا د ګڼو مظاهرو صحنه وه

د سوریې فعالان وایي، د بشار الاسد د رژیم پر ضد نن هم په لارو کوڅو کي مظاهرې وشوې.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله چی مرکز یی په لندن کي دی، وایي، په زرګونو کسانو په صنعتي ښار حمص کې مظاهره وکړه.

په دیر الزور ښار کې هم امنیتی ځواکونو د مظاهره کوونکو لاریون مات کړ. د دمشق په لمنو کې په دوما ناحیه کې هم پر مظاهره کوونکو ډزې شوي. د نن ورځې د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.

دا نوې مظاهرې په داسې حال کې وشوې چې د ملګرو ملتونو ډيپلوماټانو پرون وویل، د روسیې او چین استازو د امنیت شوری هغه خبرې تحریم کړې چې د لویدیځ په وړاندیز یې د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد د رژیم پر ضد د بندیزونو په اړه بحث کاوه.

د بشري حقونو ډلې وایي، د سوریې امنیتي ځواکونو د مارچ له میاشتي راهیسي چي د رژیم پرضد مظاهرې پیل شوې، تر اوسه له دوه زرو زیات کسان وژلې دې.