پر ترکي پوځیانو چاودنه وشوه

د ترکې په جنوب ختیځ کې نن د دغه هیواد پر یوه پوځي کاروان چاودنه وشوه.

په ترکي ژبه سي این این تلویزیون وویل، کله چې د هاککاري په ولایت کې په کاروان کې پوځیان تیریدل نو مشکوکو ترکي وسله والو چاودیدونکي مواد وچول او څو تنه یې ټپیان کړل.
تر اوسه دا رپوټ نه دی تایید شوی.

د کردستان د کارګرانو یا پي کې کې بیلتون غوښتونکې ډلې په وروستیو کې خپل بریدونه د ترکې پر پوځ زیات کړې دي او تیره میاشت یې تر څلویښتو ډير ترکي امنیتي ځواکونه ووژل.

د دغو بریدونو په انتقام کې ترکي پوځ تیره اونۍ د عراق په شمال کې د پي کې کې پر ګوند هوایي بریدونه وکړل. پوځ وویل چې د شپږ ورځو د بمبارۍ په ترڅ کې نژدې سل کردي یاغیان ووژل شول.

له نولس سوه څلور اتیایم میلادي کال راپه دې خوا چې د کردستان د کارګرانو ګوند د ترکې د حکومت پرضد وسله رااخیستې تر اوسه تر څلویښت زره ډیر کسان وژل شوې دي.