د لیبیا د یاغیانو استازي نن په استانبول کې له خپلو نړیوالو ملاتړیو سره غونډه کوي، څو په لیبیا کې د قذافي د حکومت له ماتې وروسته حالات وڅیړي.
تمه ده چې د یاغیانو د ملي انتقالي شورا مشر محمد جبریل استانبول ته ولاړ شي او له هغې ډلې سره چې د لیبیا د تماس د ډلې په نوم یادیږي خبرې وکړي.
دا غونډه چې مشري یې د ترکې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اغلو کوي، داسې ښکارې چې تمرکز به پکې تر ډيره پر دې وې چې په نړۍ کې د لیبیا پر کنګل شویو پیسو خبرې وشي.
د لیبیا ملي انتقالي شورا وایي چې دوی د نړۍ له مشرانو دا هیله لري چې ډیر ژر لږ تر لږه د لیبیا پنځه میلیارډه کنګل شوې پیسې پریږدي څو د حکومتي مامورانو معاشونه ورکړي او د مهمو کارکونکو لکه د روغتیایي برخې معاشونه وسپاري.
اروپایي هیوادونه او د امریکا متحد ایالات د هغو هڅو مخکښان دي چې د ملګرو ملتو امنیت شورا د لیبیا کنګل شوې پیسې پریږدي.
ملګرو ملتو په فبروري او مارچ کې د لیبیا پیسې کنګل کړي څو پر قذافي فشار راشي چې د مظاهره کوونکو له ځپلو لاس واخلي.