پاکستان: وسلوالو ١٩ ټانکرونه وسوځل

وسله والو کسانو نن د پاکستان په جنوب لویدیځ کې لږ تر لږه نولس هغو ټانکرونو ته اور ورته کړ چې په افغانستان کې یې د ناټو ځواکونو ته تیل رسول .

پولیس وايي وسله والو د کوټې جنوب کې د ټانکرونو پر هغو چلوونکو حمله وکړه چې د پولیسو د تلاشي لپاره افغانستان ته تلونکې لویې لارې کې ولاړ وو .

د پولیسو یو سيمه ييز چارواکي وايي چې په دې پیښه کې په لسګونو وسله والو کسانو په دې حمله کې لاس درلود .

تر اوسه لا کوم چا د پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې دمخه ورته پیښو کې طالبانو لاس درلود .