په ننګرهار کې سېلابونو ٤ تنه مړه کړل

د ننګرهار چارواکي وایي ددغه ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې سیلاوونو څلور کسه مړه کړل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادي راډیو ته وویل دغه سیلاوونه تیره شپه په دغې ولسوالۍ کې راوتلي چې زیاته اندازه مالي زیان یې هم اړولی دی.

دیوبل خبر له مخې د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې هم سیلاوونو دوه کورونه وران کړي او۱۲۰ څاروي یې له ځانه سره بیولي.