په قرغزستان کې مظاهره چيانو پر وکيلانو حمله وکړه

په قرغزستان کې سلګونو مظاهره چیانو د پارلمان پر غړو حمله وکړه او د دوی غونډه یې ګډه وډه کړه.

دوى د پارلمان غړي د هغو سیاستوالو په ملاتړ تورنوي چې تیر کال عسکرو ته یې پر مظاهره چیانو د ډزو امر ورکړى و.

دا مظاهره کوونکي په دوه زره لسم میلادي کال کې د پخواني ولسمشر قربان بیک باقي یف پر ضد راوتلي وو او د هغه د ليرې کېدو غوښتنه یې کوله.

مظاهره کوونکو نن په بشکیک کې د ملي شورا د ودانۍ لار بنده کړې وه. یو شمېر د پارلمان غړي چې غوښتل یې ودانۍ ته ننوځي ټېل وهل یې.

د بشکیک د تېر کال په مظاهرو کې د شخړو له کبله لږ تر لږه اووه اویا تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي وو .