له لیبیا څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د حکومت ضد وسله والو مخالفانو د الزاویه ښار چې له پایتخت طرابلس څخه پنځوس کلیومتره واټن ليي، نیولی دی.
دا ښار، له څو ورځو راهیسې له قذافي پلوه ځواکونو سره له سختو جګړو وروسته نیول شوى دی.
رویترز خبري اژانس وايي شاوخوا ۵۰ وسله وال یاغیان د الزاویه ښار په مرکزي مارکېټ کې لیدل شوي چې د الله اکبر نارې يې وهلې.
دغه راز د یاغیانو ځانګړى بیرغ هم پر د کانونو پورته شوی دی.
سره له دې چې په زاویه کې شدیده جګړه پای ته رسېدلې خو وسله وال یاغیان وايي چې د ودانیو له بامونو څخه د قدافي پلويو ځواکونو نښه ویشتونکي ډزې کوي او همدا شان د ښار په نورو برخو کې هم ډزې اورېدل کېږي.
د لیبیا د حکومت ضد وسله وال وايي د دوى راتلونکى هدف به پایتخت طرابلس وي.
له شپږو میاشتو راهیسې له کله نه چې د معمر قذافي د رژیم پر ضد وسله وال پاڅون پیل شوى د زاويه ښار نیول د وسله والو لپاره په هغو سیمو کې چې د حکومت تر کنترول لاندې دي یو ډراماتیک پرمختګ دی.