د میانمار د اپوزيسیون مشره انګ سان سوچي نن په یوه سیاسي سفر له پایتخت یانګون څخه بهر لاړه.
نوموړې ته خبردارى ورکړ شوى و، چې ښايي دا سفر د هغې د بیا نیول کېدو سبب شي.
د نوبل جایزې ګټونکي د اپوزيسیون د نورو مشرانو سره یو ځای د ۳۶ موټرو په کاروان کې له پایتخت څخه اتیا کیلومتره ليرې شمال ختیځ ته سفر وکړ.
دا له ۷ کلنې نظربندۍ وروسته د نوموړې لومړنى سیاسي سفر دی چې له یانګون څخه بهر يې ترسره کوي.
سان سو چي د میانمار د ملي ډيمکراتیک لیګ مشره ده چې ۱۹۹۰ کال يې پارلماني انتخابات وګټل خو د پوځ له خوا سا ن سو چي واک ته پرینښودل شوه.