فيفا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې هرکلى وکړ

د افغانستان د ازاد و او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا، د ولسمشر حامد کرزي د هغه حکم هرکلی وکړ چې پر اساس یې دانتخاباتو د ادارې او څار کارونه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته راجع کړي دي.

فیفا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بنسټ په دې باور دی چې ولسمشر د اساسي قانون او دیموکراسۍ د ساتنې لپاره یو ارزښتناک ګام پورته کړی دي.

فیفا په عین حال کېد انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتنه کړې چې په بیطرفۍ او قانوني توګه دې د انتخاباتو ټولو اصولو او قوانینو ته په پام سره دا ستونزې او ناندرۍ د تل لپاره حل کړي.