م.م په ليبيا کې د ملکي تلفاتو پر زياتېدو اندېښنه وښوده

بنکي مون

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون د ناټو د هوايي حملو په ګډون د ليبيا په شخړه کې د ملکي تلفاتو پر زياتېدو اندېښنه وښوده.

مون په يوه بيان کې پرته له دې چې د ښکېلو خواوو نوم واخلي له ټولو ډلو غوښتي چې په جګړه کې له پوره احتياط څخه کار واخلي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په ليبيا کې د ناټو د مبارزې سخت ملاتړى و، چې دغه کمپاين په مارچ مياشت کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري تاييد شوى و.

خو د ناټو پر هوايي حملو چې هدف يې د معمر القذافي د رژيم په نښه کول دي د روسيې، چين، برازيل، هند او جنوبي افريقا په ګډون د ځينو نورو هېوادونو له لوري انتقادونه هم شوي دي.