په افغانستان کې د ايساف ٦ عسکر وژل شوي

د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه وايي چې له پرون يې په افغانستان کې شپږ عسکر وژل شوي دي. د دغو ځواکونو په يوه اعلاميه کې راغلي چې پنځه عسکر يې نن د افغانستان په جنوب کې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

ايساف په بله اعلاميه کې د خپل شپږم عسکر د وژل کېدو خبر ورکړى، په اعلاميه کې راغلي چې شپږم عسکر يې پرون د افغانستان په جنوب کې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوى دى.

د دغو عسکرو د هويت او د پېښو د دقيق ځاى په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.