د افغانستان دفاع وزارت وايي، ددې هیواد امنیتي ځواکونه د امنیت د انتقال دوهم پړاو ته هم چمتودي.
د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، که څه هم د هیواد په دننه او بهر کې ځینې کړۍ د انتقال د پروسې د ګډوډولو هڅې کوي، خو د ده په وینا، دا بهیر به روان وي:
“ موږ د افغانستان له خلکو سره ژمنه کوو چې د هغو سیمو د امنیت د تامینولو لپاره به له هیڅ ډول سرښندنې ډډه ونه کړو، چې امنیت پکې انتقال شوی او د نورو سیمو امنیت اخیستو ته هم چمتو یو”.
تمه کیږي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې هغه سیمې په ګوته شي چې په دوهم پړاو کې یې امنیت باید افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د انتقال د پروسې په لومړي پړاو کې د اوو ښارونو او ولایتونو امنیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی و.