د نړۍ په زياتو برخو کې اقتصادي بحران اوج ته رسېدلى

د نړۍ په بازارونو کې نن د اسهامو بیې د روان اقتصادی بحران او د اروپایي هېوادونو د پورونو د بحران په اړه د اروپایي مشرانو د خبرو له وجې راولوېدلې.

د بازارونو وضعه وروسته له هغې خرابه شوه چې په امریکا کې د بل اقتصادي رکود د احتمال خبرداری ورکړل شو او د يورو ساحې د پورونو بحران ایټالیا او هسپانیه هم وځپل.

د اروپا او آسیا په اقتصادي بازارونو کې د اسهامو بیې راټیټې شوې او د پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د ۲۰۰۸ کال تر مالي بحران وروسته د اسهامو مارکېټ سخت زیانمن شو.

جرمني، فرانسه او هسپاینه به نن د پورونو په اړه خبرې وکړي خو چین او چابان د اقتصادي پالیسيو په اړه د نړیوالې همکارۍ غږ وکړ.