د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ ییچي نن وویل، د نړۍ هېوادونه باید په امریکا او اروپا کې د پورونو د ستونزو د خطر د لیرې کولو په مقصد همکاري وکړي.
یانګ چې د پولنډ په سفر بوخت دی وایي، د امریکا د پورونو خطرونه مخ په زیاتېدو دي او پر متحده ایالاتو یې غږ وکړ چي په ډالرو باندې د نورو هیوادونود معاملو او پانګوونو د ساتلو په مقصد دې مسولانه پولي پالیسۍ غوره کړي.
ده د اروپا د پورونو ستونزو ته هم اشاره وکړه خو ویې ویل، پیکنګ لا هم د اروپا او يورو ملاتړ کوي.
ده په دې اړه زیاتې څرګندونې ونه کړې. د یانګ خبرې د چین د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼې کې خپرې شوې دي.