د لیبیا یاغیان وایي، په زلیتان ښارګوټي باندې د ناټو د تېرې شپې په بمبارۍ کې د معمر القذافي زوى خامص وژل شوی دی.
د یاغیانو ویاند وایي، د ناټو په حملو کې د خامص په ګډون له دېرشو زیات کسان وژل شوي دي.
د لیبیا د حکومت ویاند موسی ابراهیم دا خبر رد کړ او یو چټل چل یې وباله.
د لیبیا د عملیاتو لپاره په ناپلیس ښار کې د ناټو د مرکز یو غړی وایي، دا راپور یي اورېدلی خو تائیدولاى یې نه شي.
د قذافي زوى خامص چې د پوځ د یوې خاصې قطعې قوماندان و، د زلیتان د جګړې چارې یې پر مخ بېولې او طرابلس ته یې د یاغیانو د پرمختګ مخه نیولې وه.
زلیتان د یاغیانو تر کنترول لاندې ښارګوټي مصراتا او بنغازي تر منځ پروت دی.