د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیتا خبرداری ورکړی چي د پورونو د معاملې پر اساس به د پوځي بودجې زیات کمښت ونه مني.
دی وایي، په دي کار سره به متحده ایالات د را پورته کیدونکو طاقتونو په وړاندې کمزورې شي.
پنیتا د دفاع وزارت پر څوکۍ باندې له ټاکل کېدو راهیسي په لومړني رسمي خبري کنفرنس کې خبرې وکړې.
ده وویل، د مصلحت پر اساس د رامنځته شوي تړون له مخې د لسو کلونو مودې کې په پوځي لګښتونو کې شاوخوا ۳۵۰ ملیارده ډالره کمښت په نظر کې نیول شوی، خو د نورو سلونو ملیاردونو ډالرو کمولو ته یې هم لار هواره کړې ده.
پنیتا خبرداری ورکړ چې له دې زیات د پوځي بودجې کمښت به ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي:
“ موږ همدا اوس د پورونو د دغه تړون د یوې برخې پر اساس په احتیاطي کمښت کې خپله ونډه اخیستي او دا هم ډېره ګرانه ده. خو فکر کوم له دې اخوا هر ډول کمښت به زموږ ملي دفاع زیانمنه کړي”.
د ۲۰۰۱ کال سپتمبر د یوولسمې تر تروریستي حملو وروسته د امریکا پوځي بودجه دوه برابره شوې او د ټولې فدرالې بودجې په سلو کي شل برخه ده.
متحده ایالاتو تېرکال پر پوځي چارو ۷۰۰ ملیارده ډالر ولګول چې دا رقم د بل هر هیواد له پوځي لګښت څخه زیاتې پیسې دي.