په عربستان کې د يوې ښځه محاکمه پيل شوه

په سعودي عربستان کې اول وار د تروریستي فعالیتونو په تور د نیول شوې ښځې محاکمه پیل شوه .

رپوټونه وايي، داښځه چې دالقاعده له تروریستي شبکې سره په ارتباط ، د القاعده لپاره په جلب او جذب او همدا راز یو شمیرکسانو ته چې لټه یې کیده په ځای ورکولو تورنه ده په سعودي کې په ځانګړې محکمه کې محاکمه کیږي .

ویل کیږي چې دا ښځه چې په مطبوعاتو کې د القاعده ښځه په نوم مشهوره ده ۴۵ کلنه وي او تیرکال د سعودي عربستان په ولایت قاسم کې د بریده په سیمه کې نیول شوې ده .