د یورو په زون کې د شاملو هېوادونو مشرانو پرون په بروکسل کې په خپله سرمشریزه کې موافقه وکړه چې د یونان د اقتصادي ژغورنې لپاره باید له دې هېواد سره د 159 ملیارده یورو په ارزښت مالي مرسته وشي.
دې مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د اروپايي هېوادونو د حکومتونو او د پیسو د نړیوال صندوق ټوله مرسته به ۱۰۹ ملیارده یورو ته ورسېږي خو نژدې پنځوس ملیارده یورو به د خصوصي سکټور له خوا یونان ته ورکړل شي.
د اروپا د مرکزي بانک مشر ژان کلاود تریښیت د یونان د اقتصادي ژغورنې د نوي پلان هرکلی وکړ او هغه یې په یورو زون کې د مالي ثبات د ټینګښت په چاره کې مهم ګام وباله.