د پاکستان صدراعظم وايي چې افغانستان او پاکستان باید په خپلو سرحدونو کې د جګړو د مخنیوي هڅې چټکې کړي څو په خپلو کې اړیکي چې په دې وروستیو کې ښې شوې دي، له ګواښه وژغوري.
له رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګېلاني وویل، یو باثباته، سوله ییز، خپلواک او د ملي حاکمیت لرونکی افغانستان د پاکستان په ګټه هم دی او زیاته یې کړه، پاکستان د افغانستان د بحران د حل یوه برخه ده، نه د ستونزې:
(موږ په افغانستان کې د ستونزو د حل یوه برخه یو نه هلته د ستونزو او موږ دواړه پوهېدلي یو چې دواړو ډېر کړاو لیدلی او ځکه باید د ګډ دښمن په مقابل کې متحد شو او زموږ ګډ دښمن افراطي وسله وال دي، نو ځکه موږ باید له یوبل سره ګډ کار وکړو.)
ګېلاني همداراز وویل، دی هیله من دی چې هند به په افغانستان کې یو مثبت رول ولوبوي.