IMF:يونان ته ٣ اعشاريه ٢ مليارده ډالره ورکړل شول

د پیسو نړیوال صندوق ،ای ایم ایف ، وایی د یونان پور ځپلي هیواد ته یې له اروپایي اتحادیې سره یو ځاى د ګډو مالي مرستو د یوې برخې په توګه درې اعشاريه دوه ملیارده ډالره ورکړي دي.

د ای ایم ایف نوې مشرې کرستین لیګارد پر دې ټینګار وکړ چې له یونان سره مالي مرسته به ډیرې مهمې نتیجې ولريٍ.

ای ایم ایف وايي اتن د اصلاحاتو په برخه کې یو څه پرمختګونه کړي دي او تمه کیږي چې دا هیواد به د راتلونکي میلادی کال تر لومړیو پورې مثبتې اقتصادي ودې ته راوګرځي.

د ای ایم ایف دا نوی اعلان د درېيو کالو په موده کې د اروپایي اتحاديې او ایم ایف د یو سلو لسو ملیاردو ګډو مالي مرستو یوه برخه ده.

اروپایی مشران او بانکونه هڅه کوي چې په داوطلبانه توګه د دې هېواد د اقتصادي وضعیت بیارغونې ته کار وکړي او په دې توګه د پورونو له پلوه پر اتن باندی فشار راکم کړي.