د پاكستان په كراچۍ ښار كې له څلورو ورځو راهيسې امنيتي حالات سخت خراب دي ، د جمعې د ورځې له سهاره په دې ښار كې شاوخوا شل تنه د نامالومو وسلوالو په ډزو وژل شوي دي، چي له دې سره په تېرو څلورو ورځو كې د وژل شويو كسانو شمېر اتيا تنو ته ورسېد.
د پاكستان د داخله چارو وزير رحمان ملك نن هلته تر يوې غونډې وروسته په خبري كنفرانس كې ويلي چي كراچۍ ته وسلوال طالبان هم ورغلي دي او دوى به يې د ځپلو لپاره ګړندۍ هلې ځلې وكړي.
د كراچۍ پوليس وايي چي د اخ و ډب په پېښو كې د لاس لرلو په تور يې لسګونه كسان نيولي او له ځينو څخه يې وسلې هم تر لاسه كړې دي.