ولسمشر د سارک له عمومي منشي سره وکتل

د یوه بل خبر له مخې، جمهور رییس حامد کرزي نن د جنوبي آسیا د سېمه اېزې همکارۍ (SARRRC) له عمومی منشي فاطمه دیانا سید سره په ارګ کي وکتل.

جمهوری ریاست په یوې اعلامې کي ویلې، په کتنې کي دیانا سید له افغانستان سره ددي همکارۍ په همکارۍ ټينګار وکړ.

نوموړي په افغانستان کي د برښنا د تولید او د ترانسپورتې آسانتیاو په برخو کي د سلرک د پرمختیایي پروژو په اړه جمهور رئیس کرزي ته معلومات ورکړل.

افغانستان له څلورو کالو راهیسي د سارک غړیتوب لري او جمهور رییس کرزي تر اوسه د جنوبي آسیا د همکاري ددي سازمان په یو شمېر غونډو کی کډون کړیدی.