ولسمشر بشاراسد د حکومت ضد اعتراض کوونکو د خوشاله کولو لپاره د سوریې د یوه مرکزي ښار والي له دندې ګوښه کړ.
د سوریې دولتي خبري آژانس سنا نن راپور ورکړ چې د حما د ښار والي له خپلې دندې لیرې شوی دی خو په راپور کې د بشاراسد د دې پرېکړې علت نه دی روښانه شوی.
پرون نژدې دوه سوه زره خلکو د حما ښار په واټونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ چې په دې ښار کې د اعتراض کوونکو ترټولو لویه غونډه ګڼل کېږي.
له بلې خوا فعالان وايي، تېره ورځ د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د مظاهرو په ترڅ کې یوولس کشان ووژل شول. د بشري حقونو مدافع ډلې وايي، په سوریه کې د بشاراسد د رژیم پرضد د اعتراضونو له پیله تراوسه ۱۴۰۰ کسان د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.