په مراکش کې د وروستۍ نظرپوښتنې لومړي نتایج ښيي چې خلکو د دې هېواد د پاچا له خوا په اساسي قانون کې وړاندیز شوي اصلاحات تایید کړي دي.
په مراکش کې د خلکو له اعتراضونو وروسته د دې هېواد پاچا شپږم ملک محمد د اصلاحاتو طرح وروسته نظرپوښتنې ته وړاندې کړه.
د مراکش د کورنیوچارووزیر طیب چیرکاوي وویل، په نظرپوښتنه کې په سلو کې ۹۸ ګډون کوونکو د اصلاحاتو په پلوي رایې ورکړې دي. د نویو اصلاحاتو له مخې پارلمان او صدراعظم ته نور اجرايي صلاحیتونه ورکول کېږي، خو پاچا لاهم د پوځ، دیني ادارو او قضا په راس کې پاتې کېږي.