د حزب الله مشر وایي، د لبنان د شیعه وسله والې ډلې دوو غړیو اعتراف کړی چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آي اې لپاره یې جاسوسي کوله.
شیخ حسن نصرالله په یوې تلویزیوني وینا کې وویل، په بیروت کې د امریکا د سفارت لپاره د سي ای اې کارکوونکو د حزب الله لږ تر لږه دوه غړي استخدام کړې وو او ګوند یې اوس دا تحقیقات کوي چې دریم غړي یې هم د سي ای اې لپاره کار کاوه او که د جاسوسۍ کومې بلې ډلې جذب کړی دی.
د حزب الله مشر امریکا ملامته کړه چې له اسراییل سره یې لاس یو کړی او داچي اسراییلو ونشو کړاي په حزب الله کې نفوذ وکړي، اوس یې له امریکا څځه غوښتې چی پدغه ګوند کی جاسوسان ورداخل کړې.
په بیروت کې د امریکا سفارت د حزب الله د مشر تورونه رد کړل او وایي، داسې ښکارې چې د ګوند په داخل کي ستونزې موجودې دي.