د روسيې صدراعظم د فرانسې له ولسمشر سره خبرې کوي

د روسیې صدراعظم ولادیمیر پوتین نن په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر نیکولاس سارکوزي سره خبرې کوي. د روسیې صدراعظم به د پاریس د الوتکو له نندارتونه هم کتنه وکړي.

د ولادیمیر پوتین د فرانسې یو ورځنی سفر څو ورځې وروسته تر دې ترسره کیږي چې روسیې د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو په ارزښت له فرانسې د دوو بیړیو د اخیستو اعلان وکړ.

د دې خبر له خپریدو سره په ناټو کې د فرانسې متحدان او د پخواني شوروي اتحاد یو شمیر ګاونډيان اندیښمن شول چې پاریس پوځي ټکنالوژي له روسیې سره شریکوي.
د پاریس په شمال کې د لي بورګیټ په هوایي ډګر کې د الوتکو نندارتون د نړۍ تر ټولو ستر او پخوانی نندارتون دی.