ايران درې امريکايان محاکمه کوي

ایراني مسوولان به راتلونکې میاشت هغه درې غره ختونکي امریکایان بیا محاکمې ته وروغواړي چې د جاسوسۍ تور پرې پورې شوی دی.

شان بیور او جوش فاټل د دوه زره نهم میلادي کال په جولای کې ونیول شول. د بیور میرمن سارا شورډ تیرکال د پنځه لکه امریکایي ډالرو په ضمانت خوشې شوه.

د دوی مدافع وکیل مسعود شافعی اسوشیتد پریس اژانس ته نن وویل چې ده ته خبر ورکړل شوی دی چې د جولای په یو دیرشمه یې دوی محاکمې ته وربللې دي.

ایران ویلې دي چې د دغو دریو تورنو کسانو پر دوسیو به د اګست تر وروستیو پریکړه وکړي. شافعي وایي، په تیرو میاشتو کې دی نه دی توانیدلی چې له خپلو دو موکلنو سره وویني او هیله لري چې د محاکمې تر دایریدو مخکې له هغوی سره خبرې وکړي.

د امریکا حکومت بیا بیا د دغو کسانو د خوشي کیدو غوښتنه کړې ده او ټینګار کوي چې دوی ناسم کار نه دی کړی.