طرابلس ته نژدې جګړې شوي

د لیبیا یاغیانو او د معمر القذافی ملاتړوځواکونو د مرکز طرابلس په ختیځ کې د حکومت تر واک لاندې سيمو کې جګړې کړې دي.

راپورونه وایي، دواړو خواوو د طرابلس په ۱۶۰ کیلومترۍ په زلیتن ښارګوټي کې د درنو وسلو او توپونو ډزې کړې دي.

ناتو ځواکونو د جمعې په ورځ په طرابلس کې پر هدفونو بمبارۍ وکړې او له شپږو ځایونو څخه لوګي پورته کېدل.

د طرابلس پر لوري د یاغیانو حرکت ورو شوی دی. ناټو ځواکونه له څو اوونیو راهیسې د قذافي پر استوګنځاى او نورو هدفونو حملې کوي خو بیا هم د نوموړي ۴۱ کلنه واکمني نه ده ړنګه شوې.